دچين دخلکودآزادی غوښتونکی اردوبريالی يرغل پرپنتاګون باندی !
           ژباړونکی : عزيزاحمد خوارمل ژباړونکی : عزيزاحمد خوارمل

          

           دانټرنيټ دفارسی منابعوڅخه

              

پنتاګون اعلان وکړچې دامريکی ددفاع دوزير رابرت گيتس دکمپيوټرسيسټم دکاره وليدلی دی ،مګرهغه کسان چې دا کاريې ترسره کړی اودغه سيسټم  يې ديوه مخه  له منځه وړي دی ددوي په هکله يې څه ونه ويل .

دامريکی دجګپوړوچارواکوپه حواله  چې وايې دچين دخلکو ازادی غوښتونکی اردوپه خپل يوبريالی  انټرنيټی يرغل  سره وکولای سوچې دامريکی پردفاعی سازمان  باندی  يرغل  وکړي اوپه دی وتوانيدل اوبريالی  سول ترڅوددی دفاعی سازمان  انټرنيټی شبکه هک اوله منځه يې يوسي   .

 

«فانينشال تايمز»، وليکل : پنتاګون اعلان کړيدی  چې  د رابرت گيتس، دامريكی ددفاع دوزير ، دکمپيوټری سيسټم دشبکي يوه برخه  دکاره وليدلی اوله منځه تللی دی ،مګرپر دی کمپيوټری سيسټم باندی ديرغل کوونکی په هکله يې کوم څه ونه ويل ، همدارنګه  دپنتاګون يوشميرپخواني اواوسني چارواکي  دغه خبره يې رسواکړی او وی ويل چې  دغه يرغل دچين دخلکودازادی غښتونکی اردوکار دی  .

دامريکی  يوڅوتنه نورجګپوړي چارواکي هم ويلی دی : چې پنتاګون ددی يرغل ريشی يې پيژندلی دی اوپه دی باروی دی  اوپه پريکړنده توګه وايې چې دغه يرغل دچين دخلکودازادی غښتونکی اردولخواترسره سويدی  ، اوپه  دی هکله دچين  ددفاع وازرت  په دی اړه  دغه ډول خبراتري يې هيڅ  ونه منل اورد يې کړ.

 

دچينايي هکرانواود(کمپيوټردپوهانواوددی علم د مسلکی چارواکو)برلاسی دامريکی  ددفاع دوزارت په پرمخته تللی کمپيوټری سيسټمونو کښې ،وواشينګټن ته دخطردزنګ  دږغولومعنا لری

 

مخکی ددی مسئلی نه هم کله چې انجلامرکل دجرمنی دهيوادلمړی وزيرۍ په يوسفر کښي چې و پکن ته يې درلوده او دچين دلمړی وزير «ون جيابائو» سره يې  په يوی کتني  کې ددی مسئلی  سره په تماس نيولوسره داهسی ويله وه :مرکلی هغه ته يې  دهغوانټرنيټی  ګډوډيو  په هکله چې دالمان په کمپيوټری اوانټرنيټی سيسټمونو کې چې  دچينايي  انټرنيټی  کارکوونکولخوا رامنځته سوی وه ګوت نيوی  يې  پری وکړي  اودا کړنې يې وغندله،اوهمدارنګه  وروسته دهغه نه  بيا دچين دباندنيوچارووزير په ډاګه وويل چې هيواد يې ددی کړنودهرډول خلاف ورزيواوپه کمپيوټری سيسټمونوکښې دبرلاسی اوګډوډی  خلاف دی ، اودهغه جملی نه دسيسټمونودهک کولواودله منځه وړلوپه هکله  وويل ،موږددی کار ډير مخالف يو اوهيچا ته به اجازی ورنکړوترڅوداهسی  چاري ترسره کړی .

داپيښه په داهسی مهال کې رامنځته سويدی چې دامريکی جمهورئيس جورج بوش دپنجشنبی په  ورځ داوپک APECوغونډی  ته چې په استراليا کې جوړيږی اوهلته ور روان دی اوددغه غونډی په درشل کې غواړي دچين دهيواددولسمشر «هو جينتائو»،  سره ليدنه اوکتنه هم وکړی   .

دچين دخلکوازادی غښتونکی اردوپه معمولی توګه دامريکا ددفاع دوزارت انټرنيټی سيسټمونه اوشبکي  ترڅارني اوکنترول لاندی لري او پنتاګون هم  همدارنګه  په  همدی ډول سره دچين داردوانټرنيټی سيسټمونه اوشبکي  ترخپل کنترول اوڅارني لاندی راوستيدی   ،مګرچارواکې  په دی هکله ويلی دی  : پنتاګون په دی باوری  دی چې دجون په مياشتی کې دا ډول کړني اوګډوډی  چې دچينايانولخواپه دی  اړه ترسره سوی  ، مخ پرزياتيدودي اوپه جدی توګه ترڅارني لاندی يې  نيول سوی دی ځکه چينايانو په دی توانيدلی دی چې په حياتی اومهمووختونوکښې په  انټرنيټی  سيسټمونو اوشبکي  کې ګډوډی  رامنځته کړی  .    


دچارواکودويلوبربنسټ چينايي هکران د(انټرنيټی سيسټمونواودکميپوټرونودشبکي دمنځه وړونکی ) څومياشتی کيږی چې ددی هيواد دمختلفو سيموڅخه دپنتاګون پرانټرنيټی سيسټمونواودکميپوټرونوپر

شبکي باندی برلاسی   يې پيداکړی او په نتيجه کښې په همدی ډول وکولای سول  په دی کارباندی  بريالی سی .

پنتاګون ديوی اوني دپاره خپل انټرنيټی سيسټم يې دکاره څخه  وغورځول ،ترڅودوي وکولاسی چې ددی سيسټمونواوشبکي امنيت له سره جوړکړی اورامنځته کړی اوهمدارنګه په دغه موده کښي هم دغه ډول يرغلونه او برلاسی همغسی  ادامه درلودل  .       

«مريچار لالس»، په پنتاگون کې دآسيايي سيمودچارو رئيس وويل : پنتاګون دااوس مهال دهغه شميرغلاشويو اطلاعاتو په څيړنه بوخت دی ،همدارنګه يوه باخبره منبعه اعلان وکړ: غلاشوی اطلاعات ډلبندی اوپوړيزبندی سوی نه وه .

دويلووړ دی چې په چين کې  دکمپيوټرونوهک  کول اودمنځه وړل په دی هيوادکې  ديوي پرمخ تللی صنعت په توګه اوښتی دی اوپه يوی نوی ګزارش کې چې خپورشوی دی چينايي هکرانواوهک کوونکوپه زيارسره دانګليس پرډانلودکوونکوسيسټمونواوشبکي باندی هم برلاسی  رامنځته کړی وو .

سربيره پردی  چې   دغه ټول  مهم مسائيل هم رامنځته سويدی ، مګر دامريکی ددفاع وزير ډير کلک عکس العمل يې نه دی ښودلی اودی وايې چې ما ددی ډول تكنولوژي څخه ډير کار ندی اخيستی ،اوهمدارنګه خپل ايملونه  يې هم په ډير لږ ډول سره ليدلی اوکنترول کړي دي، مګرنورامريکايي چارواکي په ډيربرنډه ،زغرنده اوکلک ډول سره وايې چې دا ډول کړني دچينايانو په لمسون باندی زيات سوی دی  اود څارني اوکنترول وړ دي .

اوهمدارنګه دانټرنيټ په وسيله دجاسوسی دغه ډول مسائيلواوکړني  په (۲۱مه) يوويشتمه پيړی کې ډيردود سوی دی،ځکه هغه افسران او جاسوسان چې په سنتی ډول په دی کارونواوفعاليتونوباندی  اخته دی ودوي ته  خطرونه اونوری پيښی نه  سی رامنځته کولای  اوپه  ډاډ سره خپلې چاري ترسره کوي .  

دپنتاګون دايمليونود سيسټم  هک کول اوله منځه ولاړل!

دامريکی ددفاع وزارت پنتاګون اعلان وکړ چې دهکرانواودانټرنيټ  دسيسټمونومسلکی ورانه  ونکی اوويجاړه ونکی ددی کړنوپه نتيجه کښې  ودی ته وتوانيدل چې ددفاع وزارت په سيسټمونوکښی برلاسی ترلاسه کړی ،اوپنتاګون ودی  ته اړسو چې (۱۵۰۰) خپل دکاراخيستلوکمپيوټرونه بند اودکاره وغورځوي  .

هکرانواودانټرنيټ  دسيسټمونومسلکی ورانه  ونکی اوغله  توانيدلی وه چې دپنتاګون دايملونوپه سيسټم کښې هم برلاسی رامنځته کړی ،اوپه دی هکله  رابرت ګيتس دامريکی دفاع وزير وويل : غلاشوی،ويجاړ سوی  اووران شوی سيسټم ،محرم اوسري سيسټم نه وو،اواطلاعات  يې ډلبندی اوپوړيزبندی سوی نه وه اوپه جګره ايزو نظامی چاروپوری اړه يې نه درلودل .  

دپنتاګون چارواکي ددی کمپيوټری يرغلونودپيليځ په هکله چې  هکرانواودانټرنيټ  دسيسټمونومسلکی ورانه  ونکی  په دی توانيدلی،چې ددی سيسټم مکتوبونه اوايملونه ولولي اويا يې ونه لولي معلومات يې ورنکړاوخبری يې  ورباندی ونکړ .      

دچين په هيوادکې يوازی دوسوه څلورڅلوښت (۲۴۴) دويستا وينډوز خرڅ سواوبس !

که داهسی سوچ  وکړو چې دنړی نوري سيمی لکه امريکا دی،چې دويستا دوينډوز درانيولودپاره  دشپی دمغازواوددکانونومخي ته نوبت نيسی  اوهملته بيديږی،دغه خلک  تير وتنی کوی ، دغه خبره ډيره په زړه پوری  ده، کله چې ماکروسافت په رسمی توګه دويستا وينډوز يې راوايستل اوبازارته  يې وړاندی کړ، وی کولای سوای چې دچين په هيواد کې يوازی دوه سوه څلورڅلويښت (۲۴۴) په شميروينډوزه خرڅ کړی اوبس ،بيا ماکروسافت ډير زيار يې وويست ترڅو په چين کې ددی وينډوزدخرڅلاودپاره بازار ولټوی مګرونسوای کولای چې نورخرڅ کړی ،دچين خلک ودی ته لمړی توب ورکوی  ترڅو کرک سوی اوکاپی سوی ويستاوينډوزپه يو(۱) ډالر رانيسی اودهغه  څخه  کارواخلی ، اوماکروسافت ددی وينډوزدکاپی کولودمخنيوی په هکله  لا تراوسه کوم  بل پيل يې ندی ترسره کړی   . /

 



 

 


September 10th, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی